د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ وایي چې په منځني ختیځ کې یې پر پوځیانو د بالاستیک توغندي برید شوی.
یادې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دوی هم په عراق کې د ایران له ملاتړه د برخمنو ځواکونو پر موټر برید کړی او یو شمېر کسان په کې وژل شوي دي.
دې قوماندانۍ ویلي چې د اکټوبر له ۱۷ مې نېټې راپدېخوا چې په منځني ختیځ کې پر امریکایي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه ډېر شوي، لومړی ځل دی چې پر دغو ځواکونو د بالاستیک توغندي برید شوی.
د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې د توغندي په برید کې اته امریکایي ځواکونه ټپي شوي او تاسیساتو ته هم زیان اوښتی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په عراق او سوریه کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه شوي وو.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28612